سیاست

حامدکرزي د ایران له سفیر سره د مخه ښې کتنه وکړه

کابل_باختر د تلې د مياشتې ٢ مه:
د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي د ایران له سفیر "ابوالفضل ظهره وند" سره چې په افغانستان کې یې  د ماموریت موده پای ته رسېدلې ده، د مخه ښې کتنه وکړه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې کتنه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې تر سره شوه، دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د همکاریو د پراختیا په برخه کې شوې  هڅې وستایلې او په دوام باندې یې ټینګار وکړ.
حامدکرزي "ابوالفضل ظهره وند" ته په نوې دنده کې د بریالیتوب هیله وکړه.
" ابوالفضل ظهره وند" په افغانستان کې د ایران د سفیر په توګه له خپل ماموریت څخه خوښي څرګنده کړه او د خپل کار په دوره کې یې د افغانستان د خلکو او حکومت د همکاریو له امله مننه وکړه.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته