(PS)خبرونه(PS)ټولنه(PS)ټکنالوژي

د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي

کابل، د وري لومړۍ نېټه، باختر

د فراه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې یې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.

د فراه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ملا عبدالمجید، ابوذر باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې یاد ریاست د افغان پست او آی ټي مدیریت له خدمتونو څخه په ۱۴۰۰ کال کې ۶ میلیونه افغانۍ عواید وو، خو ۱۴۰۱ کال کې یې ۱۱ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه زیاتوالی ښیي.

د یادونې وړ ده، چې د فراه مېشت خلک د مخابراتو ریاست له چوپړتیاوو څخه خوښ او د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د تولو ادارو کې د عوایدو په برخه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

ص

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا