سیاست

جمهوررئیس غني د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د کوچیانو ځوانانو سره وکتل

کابل باختر دلړم دمياشتې ١١نيټه : د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د هیواد د بېلابېلو ولایتونو د کوچیانو ځوانانو سره په کتنه کې په سلامخانې ماڼۍ کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. دجمهوررئيس دوياند مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ . په پیل کې یو شمېر ځوانانو د وچکالۍ، روغتیا، اقتصاد، حکومتولۍ، پوهنې، امنیت او نورو اړوندو برخو کې د کوچیانو ستونزې له جمهور رئیس سره شریکې کړې او ټینګار یې دا وو چې د کوچیانو د بېلابېلو ستونزو حل ته دې پر وخت رسیدګي وشي. دوی همدارنګه د زورواکو او فساد ضد مبارزې په برخه کې د جمهور رئیس د غوڅ دریځ ملاتړ وکړ او له ملي برنامو څخه یې خپل ملاتړ اعلام کړ. جمهور رئیس ځوانانو ته د ښه راغلاست پرمهال له یادو ویناوالو له دې امله مننه وکړه چې د کوچیانو او د دوی د مالداریو ستونزې یې په وضاحت ورسره شریکې کړې او د حل لپاره یې مشخص وړاندیزونه وکړل. هغه زیاته کړه، کوچیان په مشخص قوم او ولایت پورې اړه نه لري، بلکې افغانستان شموله دي چې د هیواد په اقتصادي وده، دفاع او ثبات کې مهم رول لري. جمهور رئیس وویل، د لومړي ځل لپاره هر وزارت ته لارښوونه شوې چې په ملي بودجه کې د کوچیانو لپاره مشخصه برخه ځانګړې او په موثره توګه یې ولګوي. هغه زیاته کـــړه، په ولسي تړون پروګــرام کې هم د کوچیانو د ونډې په اړه لارښوونه شوې. د هیواد جمهور رئیس له ځوانانو وغوښتل چې د کوچیانو د ژوند د بدلون او د مالدارۍ د ودې او په لومړۍ درجه ادارې د کوچیانو د انسجام لوی ریاست د بدلولو په اړه باید مشخصې طرحې ترتیب او له جمهوري ریاست سره شریکې کړي. ده زیاته کړه،څړځایونه یوازې په فرمان نه مدیریت کېږي، ددې لپاره باید د ورشوګانو ټولنیز ارزښت هیوادوالوته واضح شي. دڅړځایونود خوندي کولولپاره د ځمکوخپلواکې ادارې ته د اساسي ارزونې لارښوونه شوې. جمهوررئیس څرګنده کړه، د بندونو جوړولو او لویو پروژو تطبیق سره به د کوچیانو د مېشتېدنې او اړوندې ستونزې حل شي. هغه زیاته کړه، په لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال کې به د کوچیانو ټولو هغو ستونزو ته چې تاسو یې یادونه وکړه، رسیدګي وشي. جمهور رئیس غني وویل، اړوند وزارتونه او ادارې به د خپلو امکاناتو په رڼا کې د کوچیانو، د روغتیا، زده کړې، د مالدارۍ د ودې، امنیتي او نورې ستونزې حل کړي. ده زیاته کـــړه، د کوچیانو عالي شورا جوړه شوې، ځوانان دې هم خپل استازي معرفي کړي. جمهور رئیس څرګنده کړه، د کوچیانو له ظرفیت او کدرونو څخه به د شخړو هواري، د سولې د تامین، د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو او نورو بېلابېلو برخو کې استفاده وشي. حکومت به د مالدارۍ د ودې او د کوچیانو محصولاتو ته د بازارموندنې په برخه کې هم هڅې وکړي. پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته