امنیت

يوځانمرګى بريد کوونکى له بريد مخکې ونيول شو

کابل  باختردکب  دمياشتې  ٢١ :
دملي ا منيت د ادارې خبرځايونه وايي: يو ځانمرګى بريدکوونکى او دپنځه کسيزې ډلې دطالبانوسرګروپ په ننګرهار کې دجلاجلا عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
دملي امنيت د ادارې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: د دغې ادارې موظفينو په ننګرهار ولايت کې دخلکو په نږدې  همکارى، د دوو  جلاجلا عملياتو په بهيرکې د چولو له وسايلو سره يوځانمرګى بريدکوونکى ونيوه.
دغه سړى دننګرهار ولايت دغني خيلوولسوالۍ په يوه ګڼ ميشته سيمه کې دځانمرګې بريد نيت درلود.
په يوبل اقدام کې، په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت د لوى رياست موظفينو  دطالبانو د ډلې يو قوماندان دهغه له يوتن همکار سره چې دبټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و؛ له دوو کلاشينکوفونو، دوه سوه پنځوسو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو او د توغندي له شپږو ماينونو سره ونيوه.
دغه راز د عاشق الله او محب الله په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې د دوو تنو غړو چې دننګرهار ولايت د شيرزاد ولسوالۍ په مربوطاتوکې له طالبانو سره همکاري کوله؛ له مخالفت او دښمني څخه لاس واخيست، له خپلو وسلو سره دسولې له بهير سره يو ځاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته