سیاست

جمهور ريیس غني د ترکمنستان جمهور ريیس ته د نوروز او نوي لمریز کال مبارکي وویله

کابل د وري ٦ مه باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمد اشرف غني پرون د ټلیفوني اړيکې له لارې د ترکمنستان جمهور ريیس قربانقلي بردي محمدوف ته د نوروز او نوي لمریز کال مبارکي وویله  او د دوی په زعامت یې د ترکمنستان د خلکو د خوښۍ او هوساینې لپاره د برنامو د عملي کېدو هیله وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ؛
جمهور ريیس غني د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس د ترسره کېدو هیله څرګنده او زیاته کړه، موږ د ټاپي پروژې لپاره ټول ترتیبات نیولي او همدا رنګه د اورګاډي پټلۍ او د برېښنا د ټرانزیټ په برخه کې هم همکارۍ ته چمتوو یوو.
جمهور ريیس غني وویل: اقینې او تورغنډۍ بندرونو ته ځانګړې پاملرنه لري او نوره پانګونه به هم ورباندې وکړو. اقینې بندر کې به تاسیسات او اسانتیاوې زیاتې کړو او موږ غواړو چې د راکړې ورکړې او سوداګرۍ اسانتیاوې دوامدارې او زیاتې شي.
جمهور ريیس وویل: کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د صحي تدابیرو ترڅنګ هڅه کوو چې زموږ سوداګري ښه تنظیم او لا زیاته شي.
په دغه ټلیفوني اړيکه کې قربانقلي بردي محمدوف جمهور ريیس غني ته په خطاب کې وویل: ګران وروره مننه چې ټلیفون مو وکړ او تاسو ته یو ځل بیا د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ريیس په توګه د بیا انتخابېدو مبارکي وایم او د بریا هیله درته کوم. زموږ همکاري، دوستي او وروي به ادامه ولري او لا به زیاته شي.
د ترکمنستان جمهور ريیس وویل: د دواړو هېوادونو له ښو اقتصادي او سیاسي اړیکو څخه راضي دی او ځانګړی ارزښت ورکوي. هغه زیاته کړه، غواړو له افغانستان سره خاص روابط ولرو. ټاپي، ټاپ او اپتیک فایبر لویې پروژې زموږ په روابطو کې خاص ځای لري.
هغه د ټاپي پروژې په برخه کې د افغانستان د حکومت اقداماتوڅخه په مننې وویل: د ټرانسپورټ، ټرانزیټ او انرژۍ په برخو کې به خپلې همکارۍ زیاتې کړو.  د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره به پر ورېښمو لار چې د جنوبي اسیا، مرکزي اسیا او اروپا سوداګریزه لاره ده ګډ کار وکړو.
ښاغلي قربانقلي بردي محمدوف په تورغنډۍ او اقینه بندرونو کې د پانګونې او تاسیساتو په موخه د جمهور ريیس غني د طرحې هرکلی وکړ او ويې ویل: د هرات له لارې به زموږ د انرژۍ د لېږد پروژه عملي او زموږ همکارۍ لا زیاتې شي.
هغه وویل: کرونا خطرناکه ستونزه ده او د مخنیوي لپاره یې باید ګډ کار، مبارزه او اقدامات وکړو او په دې برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو یوو. هغه له جمهور ريیس غني څخه د ترکمنستان د بې طرفۍ کنفرانس کې د ګډون د اعلان له امله مننه وکړه او ويې ویل: ستاسو حضور او د سولې او سیمه ییزو همکاریو او ثبات په برخه کې ستاسو نظریات موږ ته ځانګړی ارزښت لري.
جمهور ريیس غني کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته د ترکمنستان چمتووالي څخه په مننې وویل: ستاسو له اقتصادي طرحو سره موافق یوو، د ترکمنستان بې طرفي به نمانځو، موږ ستاسو ترڅنګ ودرېږو او د لا ډېرو بریاوو هیله درته کوو.
پاىشکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته