ورزش

د اتلوالي په سياليوکې د ګډون په مقصد د زونونو غوره ټيمونه انتخاب شول

کابل باختر د لړم لسمه :
د هيواد په زونونوکې د فوتبال  سيالۍ پاى ته ورسيدې.
د هيواد د فوټبال فدراسيون د رسنيو مسوول علي کاظمي د باخترآژانس خبريال ته وويل: د هيواد د زونونو د غوره ټيمونو د پيژندلو سيالۍ  درې ورځې مخکې پيل شوې وې.
دغه سيالۍ د زونونو د اتلوالۍ په سياليوکې د ګډون په مقصد چې په نږدې راتلوونکې کې ترسره کيږي؛ د غوره ټيمونو د انتخاب په مقصد پيل شوې  وې.
ددغوسياليو په پاى کې د فارياب  د استقلال ، د هرات د استقلال ،  د غزني د آزادۍ، د ننګرهار د پيداګوژي، د کندز دشاهين ، د کاپيسا د محمود راقي او د کابل د بيګ بير ټيمونه د زونونو د غوره ټيمونو په توګه انتخاب شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته