کابل باختر دليندى نولسمه :
په ننګرهار ولايت کې له پاکستان څخه له سلګونو راستنو شويو او اړو کسانو سره دنغدو پيسو مرسته وشوه .
په دغو کورنيو کې داخلي بې ځايه شوي او له پاکستان څخه راستنې شوې کورنۍ شاملې دي .
دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو رييس غلام حيدر فقيرزي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې له پاکستان څخه څه دپاسه درې سوه راستنې شوې کورنۍ او داخلي بې ځايه شوي کورنۍ شاملې دي چې هرې کورنۍ ته شپاړلس زره افغانۍ ورکړى شوې دي
ده وويل چې دغه مرسته دکورنيو او بهرنيو مرستندويو بنسټونو له خوا برابره شوې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ