امنیت

په کونړ کې دنويو بريدونو له امله ديوولسو تنو ډار اچوونکو وژل کيدل

-کابل باختر د ثور  ديارلسمه
دکونړ ولايت په مربوطاتو کې  دنويو هوايي بريدونو له امله  يوولس  تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
  په دغو ډار اچوونکو تيره شپه په څوکۍ  ولسوالۍ کې  ددوى په مرکزونوکې بريدونه وشول .
دهېواد په ختيځ کې   د ٢٠١ سيلاب  قول اردو يو جګپوړي  قوماندان باختراژانس ته وويل چې  دبې پيلوټه  جنګي الوتکو په دغو هوايي  بريدونوکې يوولس  تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
ده وويل چې دوسله والو  طالبانو او داعش  په ډلو پورې  په اړوندو ډار اچوونکو ددوى په مرکزونو کې  بريدونه وشول
  په يوبل خبر کې  ويل شوي دي چې پوځيان دکونړ ولايت  داسعد اباد په ښار کې  دوسله والو طالبانو دډلې  دجنګي وسايلو  ديوې  ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي او په هغو کې  په لسګونو  سپک او درانده جنګي وسايل  ترلاسه شوي دي .
   په خبر کې زياته شوې ده چې په کونړولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورانو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې پنځه  ماينونه کشف او شنډ کړل .
  ختم_ ف_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته