
کابل، د چنګاښ ۲ مه، باختر
د فراه روغتیايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت ۱۲۰ بستریز روغتون ۱۵۰ بسترو ته لوړ کړای شو.
د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکترسراج الدین مزمل پرون د باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست په وړاندیز او د هېواد د عامې روغتیا وزارت په منظورۍ د فراه ۱۲۰ بستریز ولایتي روغتون ۱۵۰ بسترو ته لوړ کړای شو.
د فراه د عامې روغتیا رئیس زیاته کړه، په دغه روغتون کې د بستر په زیاتوالي سره زیات ناروغان په دغه روغتون کې تر درملنې لاندې نیول کېږي.
مزمل وویل، چې د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولین هڅه کوي، چې د دغه روغتون ظرفیت ۲۵۰ بسترو ته لوړ کړي.
ج