فرهنګ

ډاکتر کمال سادات :دهېواد دځوانانو دبېلابېلو بنسټونوترمنځ په همغږى باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر د لړم اته ويشتمه : داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانودچارو معين ډاکتر کمال سادات په شتون نن په کابل کې دځوانانو دمدني ټولنو دهمغږي غونډه جوړه شوه . دباختراژانس دخبرله مخې ، دغه غونډه د ځوانانو دبنسټونو ترمنځ دهمغږى او دځوانانو دملي ستراتيژى په اړوند د نظر غوښتنې په موخه ، دځوانانودچارو دمعين له خوا ديو- ان- اف – پي -اي ادارې په همکارى جوړه شوه چې په هغې کې دهېواددمرکز او ولايتونو دبېلابېلو بنسټونويوشمير ځوانانو ګډون کړي و . په دې غونډه کې ډاکتر کمال سادات دځوانانو دچارو دمعينيت دپروګرامونوپه اړوند معلومات ورکړل او په بېلابېلو برخو کې دروزنيزو ، تحصيلي فرصتونو دبرابرولو په خاطر يې ددغې ادارې دهڅو او هاند ډاډ ورکړ . ده زياته کړه چې دځوانانودچارو معينيت ديوشمير هېوادونو دځوانانو له بنسټونو سره دوستانه اړيکې ټينګې کړي دي او دافغانستان يوشمير ځوانانو په دغو هېوادونوکې په نړيوالو غونډو او کنفرانسونو کې ګډون کړي دي . دغه راز دځوانانو دچارو معين په بېلابېلو برخو کې دځوانانو رول مهم او دهېواد دپرمختګ سبب وباله او څرګنده يې کړه چې دځوانانو ځواک کولاى شي هېواد دترقي په لور رهبري کړي . په دې غونډه کې داجراييه رياست پيغام د اجراييه رياست دسلاکار سميع دره يي په واسطه ولوستل شو چې په يوه برخه کي يې دځوانانو لپاره دتحصيل او کار دفرصتونو په برابرولو باندې ټينګار شوى دى او دغه راز څرګنده شوې ده چې بايد په بېلابېلو برخو کې دهېواد ځوانانو ته پاملرنه وشي . په همدې ترتيب ديو ان اف پي اي ادارې مسوول نور محمد مراد او دځوانانودچارو دمعينيت دپروګرامونو دهمغږى رييس حضرت الله شريفي دافغانستان دځوانانو دملي ستراتيژى او دهېواددځوانانو داوسني حالت په باره کې تصويري معلومات وړاندې کړ . دغوڼدې په پاى کې برخه والو په ګروپي کار لاس پورې کړ او دپوهنې ، روغتيا ، مشارکت ، کارموندنې ، ښځو ، سپورت او سولې دبرخو په اړوند يې خپلې نظريې وړاندې کړې . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته