
کابل، د غوایي ١٧مه، باختر
د فراه د عمومي بندخونې مسوولین وایي، چې دغه بندخونې ته د ۵ میلیونو افغانیو په لګښت لمریزه برېښنا برابره شوې ده.
د دغه ولایت د عمومي بندخونې مسوول ملا لعل محمد ذاکري باختر آژانس ته وویل، چې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له لوري یاده بندخونه د ۵ میلیونو افغانیو په مالي لګښت له لمریزې برېښنا څخه برخمنه شوه.
ذاکري زیاته کړه، چې د دغه برېښنا پر مټ یې بندخونې ته د سړې هوا کولرونه هم فعال کړي دي.
لمر