کابل، د چنګاښ ۲۶ مه، باختر
د لوګر ولایت په ازرې ولسوالۍ کې پر ۴۷ کیلو متره سړک د کرېړ اچولو او هوارولو چارې نن پیل شوې.
ځايي چارواکي وايي چې دغه پروژه د کار په بدل کې د خوراکي توکو د ورکړې پروګرام په آډانه کې رغول کېږي چې چارې به یې د دریو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
د لوګر د کرنې ریاست استازی محمد اصغر کوچی وايي، چې دغه سړک د آزرې ولسوالۍ د لټکورې سیمې او د کوزې چوترې ترمنځ غځیدلی، چې ټولټال ۴۷ کلیو متره اوږدوالی لري، چې په جوړولو سره به یې د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو ډېرې ستونزې حل شي.
س. صدیقي