خبرونهاقتصاد

د فراه ـ فراه رود  عمومي سړک د رغولو چارې پیل شوې

 کابل، د تلې ۷ مه، باختر

د فراه د ټولګټو ریاست مسوولین وايي، چې په دغه ولایت کې د فراه – فراه رود عمومي سړک د ترمیمولوچارې پیل شوې دي.

د فراه د ټولګټو چارو رییس مولوي عبدالمالک معتصم د باخترآژانس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د فراه – فراه رود عمومي سړک د بیا رغولو چارې د ۳۲ میلیونو افغانیو په لګښت  پيل شوي، چې کار به یې په ۳ میاشتو کې بشپړ شي.

د یادونې وړ ده چې د فراه ـ فراه رود عمومي سړک (۷۰) کیلو مټره اوږوالی لري، چې د نږدې دوو کیلو مټرو د ترمیم چارې یې پیل شوې دي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا