نړۍ

په عراق کې دچاودنو له امله د وژل شويو کسانو د شمير زياتوالى .

بغداد نيوز نو  – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٩
دعراق طبي امنيتي مقاماتو اعلام وکړ چې په بغداد کې د پرونيو چاودنو له امله د سر د زيان شمير څلرويشتو تنو ته لوړ شو .
د رويترز  د خبري آژانس دخبرله مخې :  دوه چاودنې په شيعه ګانو پورې اړوند دوو جوماتونو ته څيرمه او د بس موټرونو د يوه ګڼ ميشت تم ځاى  په وړاندې وشوې.
تراوسه پورې  ددغو چاودنو مسووليت چا په غاړه نه دى اخستى .
پوليس او ځينې طبي خبرځايونه وايي چې ډيره خونړۍ  پيښه دبغداد دشمال په  اور سيمه کې دبس موټرو په يوه ، تم ځاى کې په يوه ملي بس موټر کې دايښودل شوي بم  دچاودنې  زيږنده وه  چې څه ناڅه   يوولس تنه  پکې  ووژل  شول.
پوليسو او ځينو طبي منابعو دغه راز اعلام  وکړ چې نهه  تنه نور هم دالعامل او
د الکراده  دشيعه ګانو داستوګنې په سيمو کې په موټرو کې دايښودل شويو بمونو دچاودنې له امله ووژل شول  .
د بغداد په لويديح کې دالغزاليه  دسيمې يوه ګن ميشت واټ ته څيرمه په  موټر کې دايښودل  شوي بم دچاودنې له امله هم څلور تنه ووژل شول .
پخوا  په   بغداد کې د  پرونيو چاودنو   له امله   د   سرد زيان   شمير  ديارلس   تنه اعلام شوى  و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته