سیاست

جمهوررئیس غني: دا زموږ پر ملي هویت برید و او بې ځوابه به پاتې نشي

 کابل باختر د ليندۍ د مياشتې ١نېټه    
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام په ایمرجنسي روغتون کې د میلادالنبي د نمانځنې پر مراسمو د تروریستي برید د ټپیانو پوښتنه وکړه.
د جمهور رئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:   
د هېواد جمهوررئیس د یادې پېښې ټپیانو ته د بشپړې روغتیا هیله وکړه او وې ویل: د افغانستان په تاریخ کې هیڅ کله هم  په عالمانو، قرآن شریف او مولود شریف باندې  داسې بېباکانه او بزدلانه حمله نه ده شوې، د افغانستان دښمنانو زموږ ټول اخلاقي او شرعي حدود مات کړل او د افغانستان پر دودېز سیاست، جوړښت او زموږ پرملي هویت یې برید وکړ چې بې ځوابه به پاتې نشي.
جمهوررئیس غني د تېرې شپې تروریستي برید مسوولینو ته په اشارې وویل، چا چې انتحار او انفجار د لومړي ځل لپاره دې وطن ته راوړ، د پرونۍ حملې مسوول دی. طالبان یواځې د دې پېښې په غندلو سره خپل ځان له مسوولیته نشي ژغورلی، دوی باید عملا سولې ته کار وکړي ترڅو انسان وژنه، افغان وژنه او مسلمان وژنه پای ته ورسېږي.
جمهوررئیس څرګنده کړه، د انتحار او انفجار ملاتړې ځالې، د روزنې مرکزونه او مالي منابع زموږ په ګاونډې هېواد کې دي او  له نړیوالو دوستانو څخه غواړو چې د دغو ځالو مرکزونه او ملاتړي هېوادونه یا حکومتونه په منطقي توګه په ګوته کړي.
دغه راز جمهوررئیس غني له ډاکټرانو ټیم څخه د قدردانۍ ترڅنګ د ټپیانو د روغتیایي وضعیت د لاښه والي په خاطر هغوی ته لازمې لارښوونې وکړې او د ایمرجنسي  روغتون له مسوولینو یې وغوښتل چې د ټپیانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو استفاده وکړي.
د یاد روغتون مسوولینو او معالجو ډاکټرانو جمهوررئیس ته ټپیانو ته پر وخت د موثرو روغتیایي خدماتو او رسېدنې  ډاډ ورکړ.#
پاى – ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته