امنیت

په بادغيس ولايت کې درې تنه سيمه ئيز پوليسان شهيدان شول .

کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
دبادغيس ولايت په قادس ولسوالۍ کې نن سهار درې تنه پوليسان شهيدان شول .  دقادس ولسوالۍ  امنيه قوماندان محمد حنظله  دباختراژانس خبريال ته وويل دقادس ولسوالۍ په تاکاک سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو رنجر موټر د ډار اچوونکو له کمين سره مخامخ شو چې دنښتې له امله درې تنه پوليسان شهيدان شول .
په دې نښته کې دوه تنه ډار اچوونکي هم ټپيان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته