امنیت

دداعش دډلې دوه ويشت تنه غړي دافغانستان په ختيځ کې ووژل شول .

کابل باختر د وږي  څوارلسمه :
دداعش دډلې دوه ويشت تنه غړي دهېواد په ختيځ ننګرهار ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
  په دغوداعشيانو نن له غرمې مخکې په اچين ولسوالۍ کې ددوى په مرکزونوکې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼې باختراژانس ته وويل چې دبې پيلوټه جنګي الوتکو په دغو هوايي بريدونوکې ٢٢ تنه داعشيان وژل شوي دي او څوتنه بهرني ډار اچوونګي په  وژل شويو کسانو کې شامل دي .
تيره شپه هم دننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې دداعشيانو په سنګرونو دناتو دبې پيلوټه جنګي الوتکو په بريدونوکې څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول .
دننګرهار دوالي وياند وايي چې په دغو بريدونوکې دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .   ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته