خبرونهفرهنګ

د فراه ولایت له عامه کتابون سره د ۴۵۳ ټوکو کتابونو مرسته وشوه

 کابل، د لېندۍ ۲ مه، باختر

د فراه د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ریاست عامه کتابتون ته د یوه فرهنګپال او اندپال ځوان له لوري د ۴۵۳ ټوکو کتابونو مرسته شوې ده.

د فراه نوموتي تکړه شاعر او لیکوال فرید احساس د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست عامه کتابون ته د تاریخ، ادبیاتو، اروا پوهنې، ټولنپوهنې او د نورو څانګو ۴۵۳ ټوکه کتابونو مرسته کړې ده.

د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحي سباوون په خپلو خبرو کې عامه کتابتون ته د یادو کتابونو مرسته یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او له ښاغلي احساس څخه یې د مننې ترڅنګ د یاد ولایت له ځوانانو د کتابتون د بډای کولو او فرهنګي کړنو کې د ونډې اخیستنې غوښتنه وکړه.

اخوا فرید احساس باختر آژانس ته وویل، چې د دغو کتابونو له چمتوکولو او ډالۍ کولو موخه فرهنګپالو ته چوپړ او د کتاب لوستنې د فرهنګ ژوندي کول دي او زیاته یې کړه چې په یاد ولایت کې هر لوستونکی اړ دی، چې د لوستنې د فرهنګ او ادبیاتو د ودې او پراختیا په برخه کې هراړخیزې هلې ځلې وکړي.

جهانیار

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا