امنیت

د طالبانو دوه تنه قوماندانان له ٢٧ تنو افرادو سره يې ووژل شول

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان له ٢٧ تنو افرادو سره يې دفراه ولايت په پشت رود ولسوالۍ کې د چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ووژل شول .
په فراه کې د دويمې پلۍ لوا مطبوعاتي مسوول عبدالرووف رحماني دباخترآژانس خبريال ته وويل چې امنيتي  ځواکونه د پشت رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د چاڼيزو عملياتو په بهير کې  په دې بريالي شول  چې شل  تنه  وسله وال طالبان ووژني او څلور تنه نور يې ټپيان کړي .
د خبرځاى دڅرګندونوله مخې: د ملا مير حمزه او ملا صادق په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه مشهور قوماندانان په وژل شويوکسانوکې شامل دي.
رحمان زياته کړه: ددغو نښتو په بهيرکې دملي اردو يوسرتيرى هم ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته