(PS)خبرونه(PS)روغتیا

د فراه په ۲۰۰ بستریز ولایتي‌ روغتون کې د ماشومانو د ساتنې څانګه پرانیستل شوه

کابل، د وږي ۱۲ مه، باختر

د فراه د عامې روغتیا ریاست مسوولینو د یاد ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ماشومانو د ساتنې (ICU) څانګې پرانیستل کېدو خبر ورکړی دی.

د فراه لایت د عامې روغتیا رییس مولوي احسان الله شاکر د باختر آژآنس سیمه ییز خبریال ته وویل چې د ټیکا دفتر په مالي ملاتړ د دغه ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ماشومانو د ساتنې (ICU) څانګه پرانیستل شوه.

ورته مهال د فراه ولایت د ډاکټرانو ټولنې رئیس ډاکټر صلاح الدین “احدي” بیا په دي ولایت کې د ماشومانو ساتنې (ICU) څانګې پرانیستنه یوه له اړینو اړتیاوو څخه وبلله او زیاته یې کړه، چې د یادې څانګې تر فعال کېدو مخکې  به په سختو ناروغیو اخته ډیری ماشومان نورو ولایتونو ته د لېږد پر مهال مړه  کېدل او خپل ژوند یې له لاسه ورکول، همدارنګه نوموړي د یاد ولایت په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د شنې سیمې، سي ټي سکن او د نورو روغتیايي څانګو د جوړولو غوښتنه هم وکړه.

له بلې خوا د (تیکا) دفتر د لوېدیځ زون رئیس دینیز “عرفات” بیا د افغانستان له وګړو سره بشري مرستې د ترکیې هېواد دنده وبلله او زیاته یې کړه، چې دوی د پلازمینې (کابل) په ګډون په هرات او بلخ ولایتونو کې رسمي دفترونه لري او د روغتیا ساتنې، بنسټیزو، فرهنګي او د هغو پروګرامونو په برخه کې چې ولسي وګړي ورته اړتیا لري، خپلې کړنې ترسره کوي.

د یادونې وړ ده، چې د یاد ولایت په ۲۰۰ بستریز روغتون کې د ماشومانو د ساتنې (ICU) څانګه په یو وخت کې د ۱۰ ناروغو ماشومانو د درملنې او بستر وړتیا لري.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا