ورزش

د کابل د ځوانانو ټيم د امرخيلو له ټيم سره لوبه کوي

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٧
د کابل د فوټبال دغوره ليګ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام مومي.
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پړاوکې ټاکل شوې ده د کابل دځوانانو او دامرخيلو ټيمونه لوبه وکړي.
دغه سيالۍ د څوارلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي پيل شوې او تراوسه پورې د اردو ټيم د ٢٨ امتيازونو په لرلو سره د نتيجو د جدول په سر کې او د کابل د ځوانانو ټيم د ٢٤ امتيازونو په لرلو سره د دغو سياليو د نتيجو د جدول په دوم مقام کې ځاى لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته