
کابل، د کب لومړۍ نېټه، باختر
د فراه ښاروالۍ مسوولین وایي، چې د دغه ښاروالۍ اړوند د پاکوالي مدیریت ته د ۷ میلیونو افغانیو په لګښت ۴ مازدا موټر، ۲ د اوبو ټانکر او تراکتور ورکړل شول.
د فراه ښاروال مولوي محمد ولي ادريس له باختر خبري آژانس سره په خبرو کې وویل، چې د یادې ښاروالۍ له ملي بودیجې څخه د ۷ ميليونو افغانيو په لګښت د ښار د پاکۍ په موخه د پاکوالي مدیریت لپاره د ۴ مازدا موټر، ۲ د اوبو ټانکر او ۲ تراکتور ورکړل شول.
نوموړي زياته کړه، چې پخوا به د یاد رياست ادارې د ښار د خځلو د پاکولو او راټولولو لپاره هره مياشت له ۳۰۰ زره – ۴۰۰ زره افغاني کرایه ورکوله، چې د یادو موټرانو په کارولو سره به له یوې خوا په ښار کې د خځلو په ایستلو کې آسانتیاوې رامنځته شي او له بلې خوا به د زیاتو لګښتونو مخه ونیول شي.
لمر