امنیت

د ماين د چاودنې له امله د يو ملکي وګړى پښه غوڅه شوه

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې لومړۍ
په غور ولايت کې د ماين د چاودنې له امله يوه ملکي وګړى خپله پښه له لاسه ورکړه.
دغه پيښه نن سهار د غور ولايت د دوه لينه ولسوالۍ په مربوطاتوکې هغه وخت رامنځته شوه چې يو ملکي وګړى له سيمې څخه د تيريدو په وخت کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت چې د چاودنې له امله يې پښه غوڅه شوه.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لاروکې د ماينونو په ښخولو لاس پوري کوې چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي.
د يوبل خبرله مخې: په غور ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله دوه تنه ملکي وګړي ووژل شول.
دغور ولايت دترافيکو آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه نن له غرمې مخکې هغه وخت رامنځته شوه، يو کرولا موټر چې له دوه لينه له ولسوالۍ څخه دمرکز په لور روان و؛ د برقول د تنکۍ په ساحه د زيات ګړنديتوب له امله له واټ څخه ووت او چپه شو .
ده وويل: په دى پيښه کې دو تنه ملکي وګړي ووژل شول .
ده د پيښې د علت د موټر چلوونکى بې احتياطي او ګړنديتوب وباله.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته