ټولنه

په بازارک کې داتياکورنيو دڅښاک اوبه تامين شوې .

کابل باختر د ثور  ٢٥:
داوبو يوه  شبکه نن دپنجشير ولايت په بازارک  کې پرانستل شوه .
دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې، داوبو رسولو دغه شبکه په هره ثانيه کې ديو اعشاريه دوه څلويښت ليتره اوبو په ظرفيت  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دکليوالي  اوبو رسولو  او اوبو لګولو پروګرام له لارې دماليې  وزارت له بودجې  څخه دڅه ناڅه درې مليونو افغانيو په لګښت په دوومياشتو کې ددغه ولايت دمرکز بهارک  ، بازارک په سيمو کې  جوړه شوې ده .
دپنجشير ولايت دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رييس  محمد نعيم دستګير  وويل چې داوبو رسولو  ددغې شبکې په بشپړيدو  سره اتياکورنۍ  دڅښاک له اوبو څخه برخمن شول .    ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته