امنیت

د هېواد په سويل ختيځ کې د شپږو پاکستاني ډار اچوونکو وژل کيدل

_کابلباخترد زمري ١٧ مه
شپږ پاکستاني ډار اچوونکې د هېواد په سويل ختيځ کې د هوايي بريد په پايله کې ووژل شول.
پر دغو جګړه مارانو نن له غرمې وروسته د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د پکتيکا په مربوطاتو کې بريد شوى دى.
د رارسېدلو خبرونوله مخې، ډار اچوونکي په خپل پټنځي کې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
د هېواد په سويل ختيځ کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې وژل شوي کسان ټول پاکستاني ډار اچوونکي دي.
ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته