امنیت

پنځه تنه طالبان په نورستان کې د هوايي بريد له امله ووژل شول

کابل باختر دلړم شپږمه
پنځه  تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې د هوايي بريدله امله ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په وانت وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو.
د سيلاب قول اردو د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د ناتو د بې پيلوټه الوتکې په دغه بريدکې پنځه  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
خبرپاڼه زياتوي: دغه طالبان په ډار اچوونکو فعاليتو بوخت وو چې پرې بريد وشو .
  ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته