امنیت

ډار اچوونکو په کونړ کې دپوليو دواکسين دتطبيق مخه ونيوله .

کابل باختر د لړم پنځلسمه :
دکونړ ولايت دعامې روغيتا رياست مسوولين وايي که چيرې له پوليو سره مبارزه او دهغه دواکسين تطبيق په دغه ولايت کې په جدي ډول  ترسره نه شي  په دغه ولايت کې ددغې ناروغى پيښې زياتيږي .
  دکونړ ولايت  دعامې روغتيا رييس عزيز الرحمن صافى  پرون  دباختراژانس خبريال ته وويل  اوس هم په دغه ولايت کې دپوليو درې پيښې شته  . که چيرې د پوليو دله منځه وړلو لپاره جدي مبارزه ونه شي او سراسري واکسين تطبيق نه شي  ښايي  دغه پيښې زياتې شي .
  ده زياته کړه چې دمرورې  ، نورګل ، سرکاڼو ، دانګام او څوکۍ دولسواليو په ځينو سيمو کې ډار اچوونکي  ددغه واکسين  دتطبيق  مخه نيسي .
ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته