سیاست

جمهور رئیس غني د امریکا د سنا مجلس پلاوي سره وکتل

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١٤
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون ماښام د امریکا متحده ایالاتو کانګرس له پلاوي سره چې د نانسي پلوسي په مشرۍ کابل ته راغلی وو، په ارګ کې وکتل.
دجمهوررييس دويانددفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د ملي امنیت شورا سلاکار، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست سلاکارانو هم حضور درلود، دواړو لوریو د تروریزم پر ضد مبارزې، دوه اړخیزو او سیمه ییزو همکاریو او مسایلو په هکله بحث او خبرې  وکړې.
د امریکا د کانګرس پلاوي له فساد سره د مبارزې، د امنیت د تامینولو، د سیمه ییزو همکاریو د پراختیا او اصلاحاتو په برخه کې د افغانستان د حکومت هلې ځلې  او د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې، استقامت او مبارزه  د قدر وړ وبلله.
جمهور رئیس غني د افغانستان حکومت او خلکو په استازیتوب له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا دمتحده ایالاتو د همکاریو قدرداني وکړه. همدارنګه یې د جمهور رئیس اوباما د وروستي تصمیم او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د هلو ځلو قدرداني وکړه.
جمهور رئیس د افغانستان د ثبات او ودې په برخه کې د هغه هېواد د کانګرس دغړو د مثبت لیدلوري او دوامدار ملاتړ مننه وکړه.
جمهور رئیس د افغانستان او امریکا دمتحده ایالاتو تر منځ ستراتیژیکې او بنسټیزې اړیکې د ترهګري پر ضد د مبارزې په برخه کې مهمې وبللې او زیاته یې کړه، افغانستان په سیمه کې د ترهګري پر ضد منځمهاله مبارزې ته په پام د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکو اړیکو د دوام او پیاوړتیا غوښتونکی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته