ټولنه

د ملګرو ملتوسازمان: ملکي وګړي د پخوا په شان د افغانستان د جګړې اصلي قربانيان دي

نيويارک ايرنا باختر دچنګاښ دمياشتې  ٢٧ :
په افغانستان کې د ملګرو ملتو د سازمان مرستندويې کمېټې ملکي وګړي په دغه هېوادکې د نښتو اصلي قربانيان وبلل او يوځل بيا يې په پټو سترګو په ملکي وګړو د بريدونو په باب د حکومت مخالفو ځواکونوته خبر دارى ورکړ.
د ملګرو ملتو د سازمان د سرمنشي استازي او په افغانستان کې د دغه سازمان  د مرستندويې کميټې سرپرست تاداميچي ياماموتو د دوشنبې په ورځ د يوې خبرتيا په صادرولو سره اعلام وکړ چې په افغانستان کې د دغې جګړې انساني تاوانونه هره ورځ د سر په زيانونو، ويجاړتياوو او د دغه هېواد د خلکو په دردونو سره ډيرې لوړې کچې ته رسيدلي دي.
ده په دې خبرتيا کې د تېرکال په نسبت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په سلوکې ٢٣ زياتوالي ته اشاره کړې ده او ويلي يې دي چې يوازې د روان کال په لومړيو شپږو مياشتوکې د يو زيات شمېر ماشومانو او ښځو په ګډون د دغه هېواد ١٦٦٢ تنه ملکي وګړي له منځه تللي او ٣٥٨١ تنه نور ټپيان شوي دي.
ياماموتو د خپلو خبرو په دوام په افغانستان کې له دولتي ضد ځواکونو څخه غوښتي دي چې په پټو سترګو وژنې په غيرقانوني ډول د بمونو کارول او نښتې دې ډير ژر پاى ته ورسوي.
ده په روان ميلادي کال کې د ملکي افغانانو ډير مرګانۍ او لګښتي پيښه په کابل ښارکې د مې د مياشتې په ٣١ نيټې بمې بريد وباله چې له امله يې د ملګروملتو د سازمان د شمېرنو له مخې ٩٢ تنه ملکي وګړي ووژل شول او کابو ٥٠٠ تنه نور ټپيان شول.
ده زياته کړې ده چې په دغو شمېرونوسربېره په پټو سترګو د دغو بريدونو له امله  د تېرکال په پرتله د افغان ماشومانو مړينه هم په سلوکې نهه زياته شوې ده او کابو  ٤٣٦ تنه افغان ماشومان د دغو بريدونو قرباني شوي دي او١١٤١ تنه نورسخت ټپيان شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته