ورزش

د فوټبال د الف ګروپ د غوره ليګ سيالۍ دوام مومي

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
په کابل کې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ نن مازيګر د استقلال او د کابل د ځوانانو د ټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
د کابل د فوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د فوټبال د غوره ليګ سيالۍ د ديارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې او په پرونۍ لوبه کې د امرخيلو ټيم د صفر په وړاندې په يوې سره دشاکلپ ټيم ته ماتې ورکړه .
  د يادونې وړ ده چې تر اوسه پورې د سرې مياشتې ټيم د نولسو امتيازونو په لرلو سره د جدول په سرکې ځاى لري.
د يوبل خبر له مخې:
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن په کابل کې په يوې لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي باختر آژانس ته وويل چې په دې پړاوکې د مشعل او د سالار د ځوانانو ټيمونه لوبه کوي.
د قيومي د څرګندونوله مخې: د فوټبال د الف ګروپ سيالۍ د څوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پرونۍ د سولې ټيم د دوو په وړاندې په پنځو سره د شيوا تيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته