ټولنه

دجمهوري رياست لومړي مرستيال دافغانستان دخلکو دملي ټولنې له رييس او غړو سره وکتل.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
د جمهوري رياست لومړي مرستيال   مارشال محمد قسيم  فهيم   نن   له    غرمې وروسته د افغانستان دخلکو دملي مجمع له رييس او يو شمير غړو سره دخپل کار په دفتر کې  وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ  :   په دې کتنه   کې دجمهوري رياست لومړي  مرستيال سياسي او ټولنيز مرکزونه په افغانستان کې    د اوسنۍ دورې محصول وباله او زياته يې کړه  چې ديموکراسي دخلکو په يواوالي او پيوستون  ټينګار  کوي او هغه   په   ټولنه کې   د ودې او  پرمختګ  د   زميني  برابرونکې بولي.
دجمهوري رياست لومړي مرستيال څرګنده کړه   په راتلونکو انتخاباتو کې دافغانستان دخلکو وڼده اخستنه  په دې ماناده چې هغوى قدرت او حکومت جوړوي.
په دې کتنه کې دافغانستان دخلکو دملي مجمع رييس سيدعلي رضا محمودي
او ددغه مرکز يو تن غړې خبري وکړې دافغانستان داسلامي جمهوريت د  دولت
له سياستونو سره د ملاتړ په ترڅ  يې ژمنه وکړه چې په هيواد کې  د آزادو شفافو انتخاباتو دترسره کولو لپاره به له هيڅ راز هلوځلو څخه ډ ډه  ونه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته