سیاست

جمهورريیس غني: افغانستان او پاکستان باید د سوداګریزو او ترانزیټي همکاریو پراختیا پر اساس د یو ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي

۲- کابل / د لړم ۳۰ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني او د پاکستان اسلامي جمهوریت لومړي وزیر عمران خان پرون ماسپښین په داسې حال کې چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړیو پلاویو هم حضور درلود، د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررییس د ویاند دفترباخترآژانس ته خپرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره او د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو هم په کې حضور درلود، لومړی جمهورريیس غني عمران خان او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او هیله یې وښوده چې دغه سفر د راتلونکو سفرونو د پیل او د دواړو هېوادونو د خلکو او ملتونو ترمنځ د مناسباتو د لا زیاتې پراختیا لامل شي.
هغه زیاته کړه، افغانستان او پاکستان نه یوازې تاریخي مشترکات لري، بلکې ګډه راتلونکې لري او زموږ راتلونکی لرلید هماغه د سیمه ییز اتصال او همکاریو هیله ده چې زموږ د خلکو د وضعیت ښه والي لپاره مهمه ده او دا زموږ د مناسباتو اساس جوړوي.
جمهورريیس وویل، دغه سفر، یو تاریخي سفر دی او هیله لرم چې د اقتصادي همکاریو او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د نورو مثبتو هڅو د پیاوړتیا لامل شي.
جمهورريیس غني څرګنده کړه، دغه تاریخي سفر به داسې فرصتونه رامنځته کړي چې پر تېر بریالي شو او باید دواړه هېوادونه هڅه وکړي چې دغه فرصتونه ضایع نشي.
جمهورريیس غني د عمران خان د دریځ چې تل یې د افغانستان اسلامي جمهوري نظام څخه ملاتړ کړی او دا چې پاکستان هڅه کوي ترڅو له موږ سره د سولې پروسه کې همکاري وکړي، مننه وکړه.
همداراز جمهورريیس وویل، د دواړو هېوادونو لپاره په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی د منلو وړ نه دی او د طالبانو تاوتریخوالی باید پایته ورسېږي او د دې ستونزې د حل یوازینۍ لار، سیاسي تګلاره ده چې باید پرمخ ولاړ شو. زموږ او د پاکستان خلک له ترورېزم او بېوزلۍ څخه زیات زیانمن شوي دي او له یو بل سره کولی شو په دې برخه کې بدلون رامنځته کړو.
جمهورريیس غني وویل، دواړه لوري باید د سوداګرۍ پراختیا او د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو پر اساس د ستراتېژیک لیدلوري په پیاوړتیا کار وکړي.
جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ باید د سیاسي او اقتصادي پراختیا ستر لیدلوری ولرو او ګواښونو ته په پام، فرصتونه له لاسه ورنکړو، په افغانستان کې سوله او ثبات به د پاکستان د اقتصادي پیاوړتیا لامل شي.
په دې کتنه کې د پاکستان لومړي وزیر وویل: زیات خوشحاله یم افغانستان ته چې له کلونو مې د دغه هېواد د سفر هیله لرله، راغلم. او هیله لرم د وروستیو څو لسيزو تاوتریخوالی چې د افغانستان پر خلکو یې زیات غمونه راوستي، پایته ورسېږي.
هغه زیاته کړه، په افغانستان کې سوله او ثبات د دواړو هېوادونو په ګټه دی او روان تاوتریخوالی د منلو نه دی. غواړم ووایم، موږ په افغانستان کې د تاوتریخوالي په موجودیت کې زیات ناراحته او اغېزمنېږو.
د پاکستان لومړي وزیر څرګنده کړه، موږ غواړو مثبت رول ولوبو او د داسې شرایطو غوښتونکي یوو چې په کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ناوړه شک موجود نه وي.
عمران خان وویل، موږ خپله وروستۍ هڅه کوو چې تاوتریخوالی کم شي. زموږ هېواد هم له جنګ څخه ډېر زیان لیدلی دی، د سیمې د وضعیت لپاره غوره ده چې په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه، موږ د پاکستان او افغانستان د پلاویو ترمنځ له وروستیو خبرو راضي یوو او د دواړو هېوادونو لیدلوری د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. د دواړو هېوادونو اړیکې باید په شفاف ډول پراخې شي، ګډې کمېټې د ایجاد په حال کې دي او د همکاریو د لازیاتې پیاوړتېا په اړه به کار وکړي.
عمران خان د خپلو خبرو په پای کې جمهورريیس غني ته پاکستان ته د رسمي سفر بلنه ورکړه.
پاى- ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته