ټولنه

د هرات ښار د واټونو د ښکلا بهير دوام لري

کابل /دکب ١٩مه /باختر : د هرات ښاروالۍ مسوولينو د ښار په شنو ساحو او واټونوکې د ډولي نيالګيو ايښودلو بهير پيل کړ. ټاکل شوې ده د هرات ښاروالۍ د هرات ښار په کچه د سړکونو په ګلدانونوکې پنځه زره ډولي نيالګي کېنوي. د يادونې وړ ده چې د هرات ښاروالۍ دنيالګيو ايښودلو پروګرام له څه مودې راپدېخوا پيل کړى چې په ټوليزه توګه به له اتيا څخه تر سلوزرو پورې نيالګي په شنو ساحو، واټونو، تفريحي ځايونو او د شنه کمربند په لمنو کې کېنول شي. ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته