نړۍ

دپاکستان تروريستي ضد عمليات .

 

اسلام اباد باختر دکب څلورمه

 دپاکستان حکومت دبلوچستان ايالت دمرکز کويټې ښار په مربوطاتو کې دجنګوي لښکر د ډلې دتروريستي عملياتو له زياتوالي وروسته خپلو پوځي عملياتو ته زور ورکړى دى .

  په رارسيدلو خبرونو کې ويل شوي دي چې پاکستاني پوځيانو ددغو عملياتو په بهير کې څه ناڅه يو سلو اويا تنه تروريستان نيولي دي او څلور تنه نور يې وژلي دي .

 داپه داسې حال کې ده چې دتيرې شنبې په ورځ په همدې سيمه کې يوه چاودنه وشوه چې له امله يې څه ناڅه نهه اتيا تنه ووژل شول او يو سلو شپيته تنه نور ټپيان شول . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته