سیاست

اجرائيه رئيس: د پاکستان د راکټي بریدونو د درېدو لپاره هڅې پيل شوې دي

کابل_باختر د کب د مياشتې١مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د خپل کار په دفتر سپېدار ماڼۍ کې د کونړ له یوشمېر قومي مشرانو او مخورو سره ولیدل.
د اجراييه رياست د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ناسته کې د کونړ اوسېدونکیو او مشرانو اجرائيه رئيس ته د کونړ د امنیتي وضعیت او په دې وروستیو کې د پاکستان له لوري د راتوغول کېدونکیو راکېټي بریدونو په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه، چې دا بریدونه باید هر څه ژر ودرېږي.
هغوی دغه راز د کونړ د امنیتي وضعیت د ښه والي او په دې ولایت کې د داعش ډلې د مخنیوي غوښتنه وکړه او ویې ویل: په چپه دره ولسوالۍ کې داعش د عامه نظم د پولیسو په یوې پوستې برید کړی دی. شپږ تنه یې شهیدان کړي او یو تن ټپي دی، له همدې امله د کونړ خلکو سره اندېښنې دي چې داعش به په دې ولایت کې فعالیت پراخ کړي. نو باید حکومت یې مخنیوی وکړي.
د هېواد اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله د کونړ له خلکو مننه وکړه، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ یې کړی دی.
اجرائيه رئيس وویل، چې پر ننګرهار او کونړ د راکېټي بریدونو په اړه د حکومت هڅې پيل شوي، د هېواد لوی درستیز دمګړۍ په ننګرهار کې دی او دا مسایل دوی له نېږدې څاري.
هغه وویل، چې د کونړ په امنیتي وضعیت کې به بهبود او اصلاحات راځي او د داعش د پراخېدونکي فعالیت لپاره به اړین اقدامات وکړي.
اجرائيه رئيس وویل، چې راتلونکی کال به له امنیتي اړخه ستونزمن وي؛ خو افغان امنیتي ځواکونو ورته بشپړ چمتووالی نیولی دی.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته