سیاست

د هیواد اجرائیه رئیس د پاکستان له لوی درستیز سره په کابل کې وکتل

کابل باختر  دمرغومي شپږمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله نن په کابل کې د پاکستان د اردو له لوی درستیز جنرال راحل شریف سره وکتل او پر دوه اړخیزو نظامي او ملکي مسائلو یې وسره خبري وکړې.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، د دفاع وزارت سرپرست، د ملي امنیت د لوی ریاست سرپرست، د هیواد لوی درستیز، د جمهور رئیس د ملي امنیت سلاکار او یو شمير نورو لوړ پوړو حکومتي چارواکو برخه لرله.
په نننى کتنه کې د افغانستان او پاکستان پر ګډو موضوعاتو، د سولي د پروسې پر بیا پیل کېدو او له تروريستانو سره پر ګډې او صادقانه مبارزه خبري وشوې.
په دې کتنه کې د سولې پروسې ته د نه حاضرېدونکو وسله والو پر ضد د بدیلي حل لاري پر لټولو هم بحث وشو او موافقه وشوه، چي د ترورستي ډلو پر ضد مبارزه چټکه او ګړندى شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته