سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين د اروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان دوزيرانو شورا په ٢٣ غونډه کې ګډون وکړ.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دافغانستان داسلامي جمهوريت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي دجرمني په هامبورګ ښارکې د اروپا دامنيت او همکارۍ دسازمان دوزيرانو شورا په ٢٣ غونډه کې ګډون وکړ.
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ. په دې غونډه کې دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين په خپلې وينا کې دشته امنيتي چلنجونو،دسيمه ييزې همکارۍ ارزښت او له افغانستان سره ددغه سازمان دهمکاريو د دوام اهميت ته اشاره وکړه .
ده ددغې غونډې ترڅنګ دناروې ،تاجکستان او ازبکستان دهيوادونو دبهرنيو چارو له وزيرانو او په منځني آسيا کې دملګرو ملتو د سازمان له استازي سره دعلاقې وړ موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
ديادونې وړ ده چې د اروپا دامنيت او همکارۍ سازمان د ١٩٧٥ ميلادي کال داګست دمياشتې په لومړۍ نيټه دفنلند په هلسنګي ښارکې جوړ شو او ٥٧ اروپايي،امريکايي او آسيايي هيوادونه يې غړي دي.
افغانستان په ٢٠٠٣ ميلادي کال کې ددغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړ او د ١١ نورو آسيايي او د مديترانې دحوزې دهيوادونو په ګډون ددغه سازمان همکار غړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته