خبرونهښوونه او روزنه

د فکري ځوانانو ټولنې د جوزجان له پوهنې ریاست سره دوه زره ټوکه کتابونو مرسته وکړه

کابل، وږي ۵ مه، باختر

د فکري ځوانانو، د خدمت او فرهنګ موسسې د جوزجان ولايت د پوهنې له رياست سره د دوه زره ټوکو کتابونو مرسته وکړه.

په جوزجان کې د فکري ځوانانو د موسسې مسوول سيد مسعود حسيني وايي، دغه درسي کتابونه يې د رضا کارو ځوانانو په همکارۍ په دوو میاشتو کې د شبرغان ښار له څلوېښتو کليو څخه راټول کړي دي.

د حسيني د څرګندونوله مخې؛ په دغو  درسي کتابونو سره به لږ تر لږه د جوزجان ولايت د پوهنې د ښوونځيو د زده کوونکو ستونزې لرې شي.

په همدې حال  کې د جوزجان د پوهنې رئیس الحاج مولوي محمد طاهر جواد د ځوانانو او د فکري ځوانانو د خدماتي او فرهنګي موسسې له همکارۍ خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د پوهنې ریاست زموږ د ټولو ګډ کور دی او موږ ټول مسوولیت لرو چې د پوهنې په پرمختګ کې ونډه واخلو.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا