سیاست

دافغانستان او المان ترمنځ داړيکو دسل ګلنۍ په مناسبت دعکاسۍ نندارتون پرانستل شو .

کابل باختر دکب اته ويشتمه :
دبهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين اوسرپرست ډاکتر نصير احمد انديشه  پرون له غرمې مخکې دافغانستان او المان ترمنځ داړيکو  دسل کلنۍ  په مناسبت په بابر بڼ کې دعکاسۍ نندارتون پرانست .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. ددغه نندارتون  دپرانستلو په مراسمو کې  چې ځينو دولتي مقاماتو او  په کابل کې  ددوستو هېوادونو سفيرانو ګډون کړى و ، دبهرنيو چارو وزارت مالي او اداري معين او سرپرست وينا وکړه  او دخپلو خبرو په يوه برخه کې  يې دافغانستان داسلامي جمهوريت  او دالمان دفدرالي  جمهوريت ترمنځ  تاريخي او دوستانه  ژورې اړيکې  ارزښتناکې  او دنمانځنې وړ وبللې .
  په کابل کې  دالمان دفدرالي  جمهوريت سفير  هم دخبرو په ترڅ کې  ددواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې دژورو  جرړو لرونکي وبللې  او ټينګار يې وکړ چې المان  اوږه  په اوږه  دافغانستان دخلکو تر څنګ ولاړ دى او په خپلو پښو ددريدو لپاره به له افغانستان سره خپلو همکاريو ته دوام ورکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته