خبرونهفرهنګ

د فیروز کوه موسسه د بامیانو لرغونی کاروان سرای بېرته رغوي

کابل، د تلې۲۸مه، باختر

د اطلاعات فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د فیروز کوه موسسې عمومي رئیس حارس او مل پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین د فیروز کوه موسسې له مشر څخه غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې خپل فعالیتونه لا ډېر کړي.

د نوموړي په وینا اوسمهال تر بل هر وخت په افغانستان کې بیا رغونونې په ځانګړي ډول په فرهنګي او هنري برخو کې کار او فعالیت ته ښه زمینه برابره ده.

د عزیزي په خبره اوسمهال په هېواد کې سرتاسري امنیت ټینګ او د زورواکو مخه نیول شوې ده او هېڅوک د فرهنګي او هنري بیار رغونې په وړاندې خنډ نشي جوړولای.

د فیروزکوه موسسې مسوولینو د یادو خبرو په تایید سره چمتوالی وښود، چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت به د بامیانو ولایت د لرغوني کاروان سرای د جوړېدو په برخه کې چې طرح او ډیزاین یې ترسره شوی عملي کار شروع کړي.

هېره دې نه وي، چې د بامیانو  د شش پل دغه کاروان سرای له دوهمي میلادي پیړۍ سره تړاو لري، چې د هغه وخت نړیوال سوداګریز توکي او کاروانونه به پکې ځای پرځای کېدل.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا