نړۍ

دګرجستان صدراعظم په انتخاباتو کې بريالۍ شوى دى.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ٧
دګرجستان دجمهوري رياست دانتخاباتو درايي شميرنې لومړنۍ نتيجې ښيې چې ددغه هيواد صدراعظم ايوانشويلي په دغو انتخاباتو کې بريالى شوى دى .
دګرجستان دانتخاباتو دکميسيون دڅرګندونو له مخې :  شويلي په سلو کې دوه شپيته رايې ترلاسه کړي دي.
دجمهور رييس  ميخاييل ساکاشويلي په مشرۍ  دمتحد ملي تحريک کانديد ديويدبکر ادزي په سلوکې يواځې دوه ويشت رايې ترلاسه کړي دي .
دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف وويل ، چې مسکو هيله لري چې د ګرجستان نوې اداره  له  روسيې سره  دوستانه پاليسۍ  تعقيب  کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته