سیاست

څلور څلويښت کاله مخکې په افغانستان کې کودتا وشوه .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
څلور څلويښت کاله مخکې په همدې ورځ  سردار محمد داود خان  دخپل کاکا دزوى  محمد ظاهر شاه پرخلاف  کودتا وکړه  او په هېواد کې  شاهي رژيم يې  په جمهوريت  بدل کړ .
  دباختراژانس  دخبرله مخې ، په افغانستان کې  قدرت ته رسيدل تل  له بيلابيلو لارو ترسره کيږي  کله د دوديزوکانالونو له لارې اوکله هم  په کودتا سره .
د١٣٥٢ کال  دچنګاښ دمياشتې په شپږ ويشتمه نيټه  دمحمد داود خان کودتا  دافغانستان  دسياسي ژوندانه  په تاريخ کې  يوه نوي پديده  بلل کيږي .
دغه پيښه  چې  زياتې پيچلتياوې  او ګډوډۍ يې  له ځان سره لرلې په هغه وخت کې  دهر اوريدونکي  ذهن  ځان ته  جلباوه  او دهر اوريدونکي  په ذهن کې يې  بيلابيلې پوښتنې  پيداکولې .  له يوې خوا  جمهوري نظام هغو کسانو ته يو ښه زيرى و ،  چې ددموکراسى په باب يې  فکر کاوه او په افغانستان کې دشاهي نظام   د  له منځه تللو غوښتنه کوله .
  دغه بدلون  هغوى ته  زيرې ورکاوه  چې  دوه زره څوکلن  شاهي رژيم چې هغوى دهغه دله منځه تللو خوب ليده  ، له منځه لاړ .
ما چې دداود خان دکودتا په ورځ په ښوونځي کې زده کړه کوله په نااګاهانه ډول  دهغه بدلون  چې دهېواد په تاريخ کې  رامنځته شوى و  وياړ مې کاوه . او ويل مې  چې دغه کودتا  زموږ دخلکو دټولو بدمرغيو  دپاى ټکى  دى . او له دې وروسته  يوه طبقه  په بلې طبقې حکومت ونه کړي او په ټولنه کې به طبقاتي توپير دتل لپاره  له منځه لاړ شي .  او ټول خلک به  ديو خيل ژوندانه  له ښيګڼو څخه   ګټه واخلي .
  په ټولګى کې مې  له خپل ښوونکى څخه پوښتنه  کوله ايا له دې وروسته به په ټولنه کې  دغريب او معتبر په نامه  څوک  شتون ولري . او که څنګه .؟
ښوونکى  په ځواب کې وويل  ( محمد داود په  لومړى  راډيويي اعلاميه کې دکودتا انګيزې  او دخپل  نظام دځاى ناستې تصميم  داسې  بيان کړ .
لس کاله مخکې ( په  ١٣٤١ کال کې  ) مادخپل هېواد  دراتلونکي  نيکمرغي لپاره  ديوې رښتينې او معقولې  دموکراسۍ له ټينګښت پرته  چې بنسټ يې  دافغانستان اکثريت خلکو ته  خدمت وي ، بله لاره  نه لرله . او نه يې لرم . )
داود خان  دخپلو غوښتنو  دعملي کولو لپاره  دبانکونو او دسترو صنايعو دملي کولو پربنسټ يو اووه کلن پروګرام  او دغه راز  دځمکې داصلاحاتو په موخه  لومړنى اقدامات  ترلاس لاندې ونيول  چې دده  دغو وګړنيو پروګرامونو  دپانګې  خاوندان  او  ستر  ځمکه وال  په انديښنه کې واچول .
په داسې ډول چې  په دوو  لومړيو کلونوکې  خپلې  زياتره پانګې  له بيلابيلو لارو  بهر ته  وليږدولې .
په دې ترتيب  دجمهوريت  له نظام سره  مخالفت پيل شو او کورنيو اوبهرنيو لاسوهونکو  په کار لاس پورې کړ  چې دنظام  دوګړنيو پروګرامونو دپلې کولو مخه ونيسي  او له بهرنيو کړيو سره  په همکارۍ کې  دنظام دراپرځولو  مقدمات  برابر کړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته