امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې دپنځوتنو سيمه ييزو قوماندانانو نيول کيدل

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

دوسله والو طالبانو دډلې پنځه تنه قوماندانان  په افغانستان کې ونيول شول

دغه قوماندانان چې هويت يي نه دي څرگند شوي دقندهار دپنجوايې اوارغستان ، دهلمند دنادعلي اودغزني ولايت دخوږياڼيو دولي محمد شهيد دولسواليو او دبادغيس ولايت دبالامرغاب ولسوالۍ په مربوطاتو کې نيول شوي دي .

ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼي په ليږلوسره ويلي دي چې  دغو قوماندانانو په دغو سيمو کې دوسله والو طالبانو تروريستي بريدونه رهبري کول.

په دې  خبرپاڼه کې په نيول شويو کسانو  دناټوپه قوتونو اوافغان ځواکونو اودغه راز په حکومتي مسوولينو دوسله والو اوتروريستي بريدونو تورلګول شوي دي .

په ځينو دغو عملياتو کې نښتي هم شوي دي اوله امله يي يوشمير جګړه مار طالبان وژل شوي دي اويا نيول شوي دي.

ددغې خبرپاڼې دمعلوماتو له مخې په دغو عملياتو کې دوسله والو طالبان په لسګونو سپک او درانده جنګي وسايل او ددغې ډلې يوه اندازه چاوديدونکي توکي دافغان پوځيانو او دناټودځواکونولاسته ورغلي دي .

دناټو په خبرپاڼه کې  دافغان سرتيرو او دناټو دځواکونو اودملکي وګړو  دسرداحتمالي زيان په باب څه نه دي ويل شوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته