امنیت

دبنديانوشکايتونه وڅيړل شول

کابل باختر د وري پنځمه
د حاجي محمد حنيف حنفي په مشرۍ د شکايتونو د اورېدو د کمېسيون په غونډه کې پايوازانو سره د څرخي پله زندان د ساتونکو د ناسم چلند، په نشه يي توکو د روږدو کسانو د زياتوالي، د زيات عمر لرونکو او ناروغو زندانيانو شتون،د څرخي پله جېل درياست له خوا د بي برخليکه زندانيانو د نوملړ د نه لېږد او ځينو نورو مسايلو په اړه د زندانيانو د لوی رياست له محاکمو سره د اړيکو له رئيس او د ياد رياست د ساتنې قطعې له قوماندان سره مطرح شول.
دمشرانو مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په پيل کې يادو مسئوولينو له پايوازانو او په ځانګړې توګه شکايت کوونکې شخص سره د ناسم چلند څخه بخښنه وغوښته، ډاډ يې ورکړ چې خپلو منسوبينو ته به لازمې لارښوونې وکړي تر څو د دا ډول چلند له تکرار څخه مخنيوي وشي او هم کمېسيون ټينګار وکړ چې بايد د جيلونو منسوبين نيک چلند خپل کړي او هم به په نږدي راتلونکې کې د بي برخليکه زندانيانو او ناعلاجه ناروغانو ليست د کمېسيون په واک کې ورکړل شي. دغه راز د کابل ولايت د شکردرې ولسوالۍ د کوچکين کلي د ملک په ټاکلو کې د اختلافونو په اړه د ياد کلي د يو شمېر اوسېدونکو غوښتنې د کابل ولايت والي، د ولايتي شورا يو شمېر غړو او د شکردرې ولسوال سره تر بحث لاندي ونیول شوې، کمېسيون د دواړو لورو د څرګندونو په اورېدو سره پريکړه وکړه چې د يادې سيمې د اوسېدونکو د يووالي ساتلو په موخه دې تر دوو اونيو پورې د قومي مشرانو په حضور دغه مسله حل او فصل شي. همدا راز د پوليسو اکاډمۍ د يوويشت تنو افسرانو د منفکۍ په اړه شکايت واوريدل شو او وپتييل شوه چې د کورنيو چارو وزارت اداري معين او د پوليسو اکاډمۍ قوماندان دې د کمېسيون په يوې غونډه کې څرګندونې وکړي. همدا راز تحصيلي بورسيې ته د اوو تنو د لېږد په اړه د اداري اصولو خلاف اقداماتو څخه د تراسپورت او هوايي چلند وزارت د ريسانو څخه د يو تن شکايت واوريدل شول او وپتييل شوه چې د ترانسپورت وزير او د ياد وزارت د داخلي تفتيش رئيس دې د کمېسيون په يوې غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځوابونه وړاندې کړي.
همدا راز په غونډه کې د دارالامان ماڼۍ په مخکې د بې حده موټرو د ګڼې ګوڼې څخه شکايت چې د ملي شورا پر وړاندې يې ګواښ متوجه کړي او د جعلي پليټونو څخه راغلي شکايتونه او ځينې نور مسايل واوريدل شول او وپتييل شوه چې د ترافيکو عمومي رئيس، د ترانسپورت وزارت عمومي رييس دې د کابل ولايت د ترانسپورت رئيس، د ترافيکو مدير، د ګارنيزون لومړي مرستيال او د کابل ښاروالۍ معين سره يو ځاى په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړي. په پاى کې د جنايي جرمونو او په ځانګړې توګه تښتونو، وسله والو غلاو، کابل ښار کې د غير مسئولو وسله والو د تګ راتګ او ځينو نورو مسايلو د زياتوالي څخه راغلي شکايتونه مطرح او وپتييل شوه چې د کابل د امنيه قوماندان دې د يولسمې او اوولسمې حوزې له امرينو سره يو ځاى په راتلونکې غونډې کي ګډون وکړي.
د الحاج لطف الله بابا په مشرۍ د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسيون په غونډه کې د مخابراتو وزارت مالي معين او د اترا ادارې رئيس د مخابراتي لس سلنه محصول د راټولولو، د کريډټ کارتونو د لګښت د لوړوالي، د نه راجستر شويو سيمکارتونو د شتون، د مخابراتي ٢٧٠ ستنو د داوطلبۍ کار د ورسته پاتې کېدو چې ټاکل شوې وه تېر کال ګټې اخيستنې ته وسپارل شي، د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ کې د مخابراتي ستنې د نه شتون او ځينو نورو مواردو په برخه کې څرګندونې وکړي، ويې ويل چې شاوخوا پنځه اعشاريه اته ميليارده افغانۍ دمخابراتي لس سلنه تر اوسه راټولي شوي او ټاکل شوې د ياد وزارت له خوا نوې کمپيوټري سيستم چې د مخابراتي شرکتونو سيستم سره وصل وي، رامنځته شي ترڅو ددې عوایدو روڼوالي ډاډمن شي.
په غونډه کي یادومسئولانو زياته کړه چې په مخابراتي شرکتونو ټينګار شوي چې د اړيکو په بيه کې شل سلنه کمښت راوړي او د مخابراتو وزارت هڅه او زيار باسي چي د غوره خدمتونو زميني برابري کړي تر څو مخابراتي شرکتونه وکولاي شي بيې راټيټي کړي،همدارنګه دوي وویل چې د بريښنايي پيژندپاڼو د وېش بهير له پيل سره به د نه راجستر شويو سيم کارتونو ستونزوه حل شي، مسئولينو د مخابراتي ټاورونو د داوطلبۍ د کار د ځنډېدو علت تدارکاتي ستونزې وبللې، ډاډ يې ورکړ چې تر څلورو راتلونکو اونيو به دغه ستونزه حل شي او زياته يې کړه چې د افغان تيلي کام مخابراتي شرکت د هېواد په کچه شاوخوا ٨٧٠ مخابراتی ستنې لري اوډاډ يې ورکړ چې په روان کال کې به په جاني خېلو ولسوالۍ کې دوه مخابراتي ستنې نصب کړي.
کمیسیون ددوی څرګندوني دقناعت وبللي او تاکید يی وکړچې ياد مسئولين دي د خپلو کاري اجرااتو رپوټ په رسمي توګه کمېسيون ته راوليږي.
د قاري مير حاتم تره خېل په مشرۍ د ولايتي شوراګان، مصئونيت او امتيازونو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسنامه او د مصئونيتونو او امتيازونو په برخه کې د اسلامي همکاريو سازمان موافقتنامه ولوستل شوه او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شوه.
د غونډې په بله برخه کې د لغمان ولايت د پوهنتون د وضعيت د ښه والي په اړه د ياد ولايت د پوهنتون د يو شمېر استادانو غوښتنې او وړانديزونه واوريدل شول او د اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول.
د غه راز د ننګرهار، کنړ او نورستان ولايتونو سره د مرستې او ژمنو په موخه د سويډن هېواد سفير سره د يادو ولايتونو د ولايتي شوراګانو د ريسانو د کتنې په اړوند د ننګرهار ولايت د ولايتي شورا د راستول شوي رپوټ په اړه بحث وشو او د دا ډول کتنو دوام د هېوادوالو په ګټه وبلل شو، په پاي کې د انګلستان پارلمان مقر سره نږدي تروريستي بريد په کلکو ټکو وغندل شو.
د کمېسيون د مرستيال سيد صفي الله هاشمي په مشرۍ د نړيوالو چارو د کمېسيون په غونډه کې د نوي لمريز کال د رارسېدو له امله ټولو هېوادوالو ته مبارکي وويل شوه او هيله څرګنده شوه چې د افغانستان خلک په نوي کال کې د هېواد د پرمختګ او ترقۍ شاهد و اوسي او هم دي مخالفين د تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې بهير سره دي يو ځاي شي تر څو خلک نور د جګړې او ناامنيو شاهدان ونه اوسي.
د غونډې په بله برخه کې د افغانستان د امنيتي وضعيت د څېړنې په اړه د کنفرانس د جوړېدو د څرنګوالي په اړه چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د مسکو په کوربه توب او د دولسو هېوادونو په ګډون کې جوړ شي، بحث او خبرې اترې وشوې، غوښتنه وشوه تر څو د دي کنفرانس ګډونوال په خپلې ناسته کې د افغانستان د جګړې مسئله د بېلا بېلو اړخونو سره تر څېړنې لاندي ونيسي اود تروريزم پر ملاتړو هېوادونو لازم فشارونه وارد کړي،همدا راز د امريکا متحده ايالاتو د استازي د ګډون او د هغو آوازو په اړه چې د طالبانو ځينې مشران هم په يادې ناسته کې ګدون کوي، خوښي څرګنده شوه او په پاي کې د انګلستان شاهي هېواد د پارلمان مقر ته څیرمه تروريستي بريد غندنه وشوه.
د ډاکټر محمدآجان منګل په مشرۍ د قومونو، قبايلو، سرحدونو او کوچيانو د چارو د کمېسيون په غونډه کې د اسلامي همکاريو سازمان له پاره د مصئونيت او امتيازونو په برخه کې د موافقتنامې په اړه چې د يوې مقدمې، اتو فصلونو او شپږدېرو مادو کي تربحث لاندي ونیول شوه او د رايو په اکثريت تائيد شوه. د غونډې په بله برخه کې د هلمند ولايت کډوالو ته د مرستو د وېش په اړه د ياد ولايت د کډوالو د ستونزو په اړه بحث وشواوپريکړه وشوه چې د روان کال د وري د مياشتې په څوارلسمه نېټه دي د هلمند ولايت کډوالو سره د مرستو د وېش، د ١٣٩٥ کال د کړنو او د ١٣٩٦ کال د پلانونو په تړاو د ياد ولايت د طبيعي پېښو رئيس او د کډوالو چارو رئيس دي د کمېسيون غړو ته معلومات وړاندي کړي.
د کمېسيون د مرستيالي طيبې زاهدي په مشرۍ د شهيدانو او معلولينو چارو، عامه هوساينې او چاپيريال ساتنې د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسنامه او د مصئونيتونو او امتيازونو په برخه کې د اسلامي همکاريو سازمان موافقتنامه ولوستل شوه او د لا زياتو بحثونو په موخه راتلونکې غونډې ته وځنډول شوه. د غونډې په بله برخه کې د کوهدامن معلولينو او معيوبينو اتحاديې د ستونزو په اړه خبرې او پريکړه وشوه تر څو راتلونکو غونډو کې يادو ستونزو ته د رسيدګۍ په برخه کې د يادې اتحاديې د استازي په حضور خبرې وشي. په پاي کې د موټرو کرايې د نه ورکړې په اړه د نه ليدونکو د مسلکي ليسې د يو شمېر کارکوونکو د شکايتونو په اړه خبرې او د راتلونکو اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول.
د مولوي غلام محۍ الدين منصف په مشرۍ د تقنيني، عدلي او قضايي چارو د کمېسيون په غونډه کې د ملکي هوايي چلند اسلامي شورا اساسنامه او د مصئونيتونو او امتيازونو په برخه کې د اسلامي همکاريو سازمان موافقتنامه ولوستل شوه او د کمېسيون د غړو له خوا تاييد شوه. همدا راز په غونډه کې راغلو عريضو ته هم رسيدګي وشوه.
د حاجي صالح محمد لالا ګل په مشرۍ د ملي اقتصاد، مالي او بودجې د کمېسيون په غونډه کې د کمېسيون د کاري پروګرام سره سم د اقتصاد وزارت د راستول شوي بودجوي واحدونو د پراختيايي پروژو د پلي کېدو تفصيلي رپوټ او ١٣٩٥ مال کال کې د طبيعي سرچينو او بنسټونو سکتور رپوټ مطالعه شول، چې په رپوټ کې يادونه شوې چې د ٢٠٤ پروژو له جملې څخه څلور څلويښت د بېلا بېلو دلايلو پر بنسټ ځنډيدلي او درې پنځوس پروژې تر اوسه نه دي پيل شوي چې کمېسيون وپتييله چې د بودجوي واحدونو مسئولان دي د کمېسيون په راتلونکو غونډو کې د خپلو ځنډول شويو پروژو د څرنګوالي په اړه څرګندوني وکړي او هم وپتييل شوه چې د بنسټونو سکتور اړوند ټولې انتقالي پراختيايي پروژې چې تر څېړنې لاندي نيول شوي دي، د دوي د عملي کېدو په موخه دي اړوندو مسئولانو سره بحث وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته