سیاستخبرونهنړۍ

د قرغزستان پخوانۍ جمهور رييسه په افغانستان کې د یوناما رييسه شوه

کابل، د وږي ١٢ مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي د قرغزستان پخوانۍ جمهور رييسه روزا اوتونبايوا  په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونیت هيئت( يوناما) د رييسې په توګه ټاکلې ده.

انتونيو  ګوترش نن سهار دغه انتصاب اعلام کړ.

مېرمن اوتونبايوا په رهبرۍ، ديپلوماسي او نړيوالو همکاريو کې ٣٥ کلنه حرفوي تجربه لري.

هغې د قرغزستان د جمهور رییسې، د بهرنیو چارو وزیرې او په ګرجستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې په  توګه  دنده ترسره کړې ده.

هغې په فلسله کې د مسکو له دولتي پوهنتون څخه دکتورا اخیستې او په قرغزي، روسي او انګليسي ژبو تسلط لري.

اوتونبايوا د کاناډايي ديپلومات ديبورا لاينز پرځاى ټاکل شوې، چې ماموريت يې د روان کال په غبرګولي مياشت کې پاى ته رسيدلى دى.

د الماني ډيپلومات او د يوناما سياسي مرستيال مارکس پوتزل په کابل کې د دغه دفتر سرپرستي پر غاړه لرله.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا