امنیت

څوارلس تنه وسله وال طالبان په خپل منځي جګړه کې ووژل شول

 کابل باختر د وږې دمياشتې ١٢ :
ملاعمر او ملا اختر منصور ته وفادارو وسله والو طالبانو  د هرات و لايت  دشينډنډ ولسوالۍ   د زيرکو  او کاخ اوکل  په ساحو کې  جګړه وکړه چې له دواړو  لورو څخه  څوارلس ته ووژل  شول.
د باختر آژانس دخبريال د خبرله مخې :  له دريو ورځو را په دې خوا  دوسله والو طالبانو سيالې ډلې  دهرات  ولايت دشينډنډ ولسوالۍ  په دوو  ساحو کې  له يوبل سره  په جګړه بوخت دي چې له امله يې  تراوسه پورې  دوسله والو طالبانو ديوه قوماندان ملاکل اختيا په  ګډون څوارلس تنه وژل شوي دي او څلور تنه نور ټپيان شوي دي .
دهرات امنيتي خبرځايونو ددغه خبر په تائيدولوسره وايي  چې دملاعمر کورنۍ ته وفادارو وسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان ملاصمد دملااخترمنصور دپلويانو په لور چې دهرات  ولايت  شينډنډ ولسوالۍ ته  دطالبانو د بعيت داخيستلو په خاطر راغلى وو، ډزې وکړې چې د دواړو لورو ترمنځ  جګړه پيل شوه  او ملا صمد  ، ملااخترمنصور ته دملاعمر دقاتل خطاب وکړ  او هغه ته يې دغچ اخيستلو  خبر دارى ورکړ.
بايد وويل شي  چې پخوا دوسله والو طالبانو په ډله کې سيالو اړخونو  په فراه او زابل کې هم  جګړه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته