کابل باختر دوږي ٢٨مه :
په پنجشير کې دکاسا – ١٠٠٠ دبرېښنا دپروژې دتطبيق لپاره عملي ګامونه واخستل شول .
دپنجشير دولسي تړون ددفتر مسوول شفيق الله سلطاني وويل چې په دغو ګامونو کې دبريښنا مزو دتېرېدو دساحو سروې ، دستنو ددرولو لپاره دموقعيت ټاکنه ، ديوسلو اته دېرشو وګړنيو شوراګانو رامنځته کول او له قومي مخورو او خلکو سره ليېده کاته شامل دي .
هغه زياته کړه چې دغه طرحه د٨ ميليونو ٢٠٨٠ زرو ډالرو په لګښت دپنجشير ولايت له تګلوري څخه هم عملي کېږي .
ټاکل شوې ده چې د١ زرو ٣٠٠ميګاواټه په ظرفيت برېښناپاکستان ته ولېږدول شي په همدې حال کې ويل کېږي چې دکاسا – ١٠٠٠ دبرېښنا پروژې دکارپه پيلېدو سره دپنجشير سلګونو تنو اوسيدونکو ته دکار زمينه برابرېږي .
ختم_ ف _ اکرم