اقتصادTOP

د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشوې

کابل / د مرغومي ۱۶مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون غونډه په ارګ کې جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې د موظف پلاوي پر راپور بحث وشو او د هېواد په اقتصادي وضعیت سربېره، د معیاري نفتو او ګازو د واردولو په اړه بېلابېلې طرحې وارزول شوې.
دغه راز په غونډه کې د افغانستان او ایران پر پوله د ګډ بازار د طرحې، د افغانۍ د پولي ارزښت د کنټرول، له اوزبکستان څخه تر تورخم پورې د اوسپنې پټلۍ پروژې د سروې، د صنعتي پارکونو او د خوراکي توکو د عاجلو وارداتو په تړاو هم خبرې وشوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شول.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته