سیاست

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٥
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي پرون د افغانستان لپاره د اروپا اتحاديې له ځانګړي استازي مايکل ميليبن سره وکتل.
دبهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په پيل کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د هيواد او د کندز ښار د امنيتي حالاتو په باب معلومات ورکړل او په دغه ولايت کې يې د امنيتي ځواکونو د پرمختګونو او برياليتوبونو په يادونې سره هيله وکړه چې دغه ځواکونه په بشپړې همغږۍ سره د وسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغه ولايت دبشپړ پاکولو په لاره کې هر اړخيزې هلې ځلې وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې دولتي ادارې او وزارتونه جدي هلې ځلې کوي ترڅو د کندز ښار د خلکو اړتياوې په هر اړخيز ډول وڅيړي.
د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين نيويارک ته د افغانستان د اسلامي جمهوريت د هيئت د سفر برياليتوبونو او د ملګرو ملتو د سازمان د عمومي اسامبلې په اويايمه غونډه کې ګډون ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د افغانستان هيئت په دې سفرکې د سيمې او نړۍ د هيوادونو له استازو او رييسانو سره دوه اړخيزو او څو اړخيزوکتنو او د افغانستان لپاره په ځانګړو غونډوکې د دغه هيواد مهمې سياسي او امنيتي موضوعګانې وڅيړلې.
دغه راز په دې کتنه کې دواړو لورو د هيواد د سياسي حالاتو، د سيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا، دافغانستان لپاره د بروکسل او وارسا د غونډو لپاره دتيارى او په افغانستان او سيمې پورې اړوند د نور مهمو مسئلو په باب خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته