ټولنه

د غزني نوی والي وټاکل شو

کابل / د غبرګولي ۸ مه / باختر
د غزني د ولایتي شورا رییس تاییدوي چې محمد داوود لغماني د دغه ولایت نوی والي ټاکل شوی دی. له دې وړاندې سید عمر نورستاني د غزني والي و.
د غزني د ولایتي شورا رییس نصیراحمد فقیري د باختر آژانس له خبریال سره په ټلیفوني اړیکه کې وویل چې د غزني د نوي والي د داوود لغماني د ټاکنې حکم جمهوري ریاست منظور کړی دی او ټاکل شوې ده نن خپله دنده پیل کړي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې تراوسه په رسمې ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد داوود لغماني مخکې د نقیب الله فایق پرځای د فاریاب والي ټاکل شوی و، خو د دغه ولایت اوسېدونکو له ده سره مخالفت وکړ.
په پای کې هغه کابل ته را وبلل شو او د فاریاب مالي او اداري مرستیال عبدالمقیم راسخ د یاد ولایت سرپرست وټاکل شو.
پای-جهانیار

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته